Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یوسف — آیت 20 (پښتو) — ویډیو

یوسف • آیت نمبر 20 (ټولې 111 آيتونه) • پښتو


وَشَرَوْهُ بِثَمَنٍ بَخْسٍ دَرَاهِمَ مَعْدُودَةٍ وَكَانُوا فِيهِ مِنَ الزَّاهِدِينَ 20
ترجمه:
او دوى هغه په ډېر كم قیمت خرڅ كړ، چې څو شمېرل شوې روپۍ وې او دوى د هغه په حق كې له بې رغبتو څخه وو یوسف ۱۲:۲۰
تفسیر:
اوبه راوړونکي او ملګرو يې هغه په مصر ښار کې په لږو پيسو وپلوره، د هغو درهمونو شمېر د لږوالي له امله آسانه و، هغوی په تېزۍ ور څخه د خلاصون له امله له پيسو بې پروا و، هغوی يې له حاله پوه شول چې هغه مرېيی ندی او د هغه له کورنۍ څخه پر ځانونو وډار شول، دا پر هغه د الله د لورېينې له بشپړېدو څخه دي چې له هغوی سره زيات پاتې نشي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یوسف • آیت 19 راتلونکې یوسف • آیت 21