Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یوسف — آیت 23 (پښتو) — ویډیو

یوسف • آیت نمبر 23 (ټولې 111 آيتونه) • پښتو


وَرَاوَدَتْهُ الَّتِي هُوَ فِي بَيْتِهَا عَنْ نَفْسِهِ وَغَلَّقَتِ الْأَبْوَابَ وَقَالَتْ هَيْتَ لَكَ ۚ قَالَ مَعَاذَ اللَّهِ ۖ إِنَّهُ رَبِّي أَحْسَنَ مَثْوَايَ ۖ إِنَّهُ لَا يُفْلِحُ الظَّالِمُونَ 23
ترجمه:
او هغې ښځې، چې دا د هغې په كور كې و، هغې له ده نه له هغې سره د بدكارۍ مطالبه وكړه او (ټولې) دروازى يې كلكې پورې كړې او ويې ويل: هله، ته زر راشه! هغه وویل: زه په الله پورې پناه نیسم، بېشكه دا (عزیز) زما مالك دى، هغه زما استوګنه ښه كړې ده، بېشكه شان دا دى چې ظالمان فلاح (او خلاصى) نه مومي یوسف ۱۲:۲۳
تفسیر:
د عزيز مېرمنې په نرمۍ او دوکې کارولو له يوسف عليه السلام څخه د ناروا کار غوښتنه وکړه، دروازې يې بندې کړې ترڅو ښه يوازې شي، او ورته ويې ويل: ماته راشه او راځه، يوسف عليه السلام وويل: په الله پناه غواړم له هغه څه چې ور ودې بلم، بېشکه له ما سره مې بادار له ځان سره په اوسولو کې ښه وکړل؛ نو هيڅکله خيانت نه ورسره کوم، که مې خيانت ورسره وکړ زه به ظالم وم، بېشکه چې ظالمان نه بریالي کيږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یوسف • آیت 22 راتلونکې یوسف • آیت 24