او یقینًایقینًا هغې ده ته قصد كړى و، او ده به هغې ته قصد كړى و كه چېرې ده د خپل رب دلیل نه وى لیدلى، همداسې (مونږ یوسف وساته) د دې لپاره چې مونږ له هغه نه بد او ناكاره (بې حیا) فعل وګرځوو (واړوو)، بېشكه دغه (یوسف) زمونږ د غوره كړى شو بنده ګانو څخه دى یوسف ۱۲:۲۴ ⧉
تفسیر:
بېشکه د هغې زړه ناروا کړنې ته وشو او هغه هم په ځان دغه خطره احساس کړ که چېرې يې د الله نښې نه وای ليدلې چې له دغه يې راګرځوي او لرې کوي يې، موږ دغه ورته وښودل تر څو ناروا ورڅخه وګرځوو، له زنا او خيانت څخه يې لرې کړو، بېشکه يوسف د رسالت او نبوت لپاره زموږ له غوره کړل شويو بندګانو څخه دی.