Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یوسف — آیت 25 (پښتو) — ویډیو

یوسف • آیت نمبر 25 (ټولې 111 آيتونه) • پښتو


وَاسْتَبَقَا الْبَابَ وَقَدَّتْ قَمِيصَهُ مِنْ دُبُرٍ وَأَلْفَيَا سَيِّدَهَا لَدَى الْبَابِ ۚ قَالَتْ مَا جَزَاءُ مَنْ أَرَادَ بِأَهْلِكَ سُوءًا إِلَّا أَنْ يُسْجَنَ أَوْ عَذَابٌ أَلِيمٌ 25
ترجمه:
او دواړو دروازې ته سره منډې شروع كړې او هغې د ده كمیس له شا طرف نه څیرې كړ او دواړه د هغې له خاوند سره دروازي ته نژدې مخامخ شول، هغې وویل: نه ده سزا د هغه چا چې ستا د اهل سره يې د بدۍ اراده وكړه مګر دا چې هغه بندي كړى شي یا (د هغه لپاره) ډېر دردوونكى عذاب دى یوسف ۱۲:۲۵
تفسیر:
دواړو دروازې خواته منډې کړې، يوسف د دې لپاره چې ځان وژغوري او هغې د دې لپاره چې د يوسف د وتلو مخه ونيسي، هغې يوسف تر کميس ونيوه تر څو يې له وتلو راوګرځوي، چې د شا لخوا يې څيرې کړ، دواړو د هغې مېړه له دروازې سره وموند، د عزيز مېرمنې د چل کوونکې په توګه عزيز ته وويل: چا چې ستا له مېرمنې سره د ناروا کړنې هوډ کړی وي ای عزيزه! د هغه سزا به نه وي مګر بندخونه او يا دا چې دردوونکې سزا ورکړل شي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یوسف • آیت 24 راتلونکې یوسف • آیت 26