Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یوسف — آیت 26 (پښتو) — ویډیو

یوسف • آیت نمبر 26 (ټولې 111 آيتونه) • پښتو


قَالَ هِيَ رَاوَدَتْنِي عَنْ نَفْسِي ۚ وَشَهِدَ شَاهِدٌ مِنْ أَهْلِهَا إِنْ كَانَ قَمِيصُهُ قُدَّ مِنْ قُبُلٍ فَصَدَقَتْ وَهُوَ مِنَ الْكَاذِبِينَ 26
ترجمه:
هغه وویل: هم دې له ما نه د بدكارۍ غوښتنه كړې ده، او د هغې د كورنۍ یو شاهد شاهدي وركړه (داسې چې) كه د ده كمیس له مخامخ اړخ نه څېرې كړى شو ى وي، نو هغې رښتیا ویلي دي او دا له دروغجنانو څخه دى یوسف ۱۲:۲۶
تفسیر:
يوسف عليه السلام وويل: هغه وه چې له ما يې د ناروا غوښتنه وکړه او ما يې اراده نه وه کړې، نو يو شاهد د هغې له کورنۍ را پورته شو، په خپلې داسې وينا سره يې شاهدي ورکړه چې که د يوسف قميص له مخې څېرې وي، نو دا د هغې - مېرمنې - د رېښتينولۍ نخښه ده، ځکه دا داسې شو چې هغې له ځانه منع کولو؛ او هغه - یوسف علیه السلام - درواغجن دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یوسف • آیت 25 راتلونکې یوسف • آیت 27