Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یوسف — آیت 28 (پښتو) — ویډیو

یوسف • آیت نمبر 28 (ټولې 111 آيتونه) • پښتو


فَلَمَّا رَأَىٰ قَمِيصَهُ قُدَّ مِنْ دُبُرٍ قَالَ إِنَّهُ مِنْ كَيْدِكُنَّ ۖ إِنَّ كَيْدَكُنَّ عَظِيمٌ 28
ترجمه:
نو كله چې هغه (عزیز) د ده كمیس ولید چې د شا اړخ نه څیرې كړى شوى دى، ويې ويل: بېشكه (اى ښځو) دا ستاسو له فریبونو څخه دى، بېشكه ستاسو فریب (او چل) ډېر لوى دى یوسف ۱۲:۲۸
تفسیر:
کله چې عزيز وليدل چې د يوسف عليه السلام کميس د شا لخوا څيرې شوی دی، د يوسف عليه السلام رېښتينولي ثابته شوه، او ويې ويل: بېشکه دغه تور چې هغې پرې لګولی دی ای د ښځو ډلې ستاسو د چلونو له ډلې څخه دی، بېشکه ستاسو چل يو پياوړی چل دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یوسف • آیت 27 راتلونکې یوسف • آیت 29