Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یوسف — آیت 29 (پښتو) — ویډیو

یوسف • آیت نمبر 29 (ټولې 111 آيتونه) • پښتو


يُوسُفُ أَعْرِضْ عَنْ هَٰذَا ۚ وَاسْتَغْفِرِي لِذَنْبِكِ ۖ إِنَّكِ كُنْتِ مِنَ الْخَاطِئِينَ 29
ترجمه:
اى یوسفه! د دې خبرې نه مخ واړوه او (اى ښځې) ته د خپلې ګناه لپاره مغفرت وغواړه، بېشكه هم ته له خطا كارانو ځنې وې یوسف ۱۲:۲۹
تفسیر:
او يوسف ته يې وويل: ای يوسفه! له دغه کار څخه مخ واړوه او هيچاته يې مه يادوه، او ته (ای مېرمنې) د خپلې ګناه لپاره بښنه وغواړه، بېشکه ته له ګناهکارانو څخه يې د يوسف له خپل ځان څخه د تېر اېستلو له امله.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یوسف • آیت 28 راتلونکې یوسف • آیت 30