Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یوسف — آیت 30 (پښتو) — ویډیو

یوسف • آیت نمبر 30 (ټولې 111 آيتونه) • پښتو


وَقَالَ نِسْوَةٌ فِي الْمَدِينَةِ امْرَأَتُ الْعَزِيزِ تُرَاوِدُ فَتَاهَا عَنْ نَفْسِهِ ۖ قَدْ شَغَفَهَا حُبًّا ۖ إِنَّا لَنَرَاهَا فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ 30
ترجمه:
او په ښار كې ښځو وویل: د عزیز ښځه له خپل غلام نه د بدكارۍ مطالبه كوي، یقینًا د مینې په لحاظ سره هغه د دې د زړه پرده څیرې كړې ده، بېشكه مونږ خامخا هغه په ښكاره ګمراهۍ كې وینو یوسف ۱۲:۳۰
تفسیر:
د هغې خبر په ښار کې خپور شو، يوې ډلې ښځو د انکار په ډول وويل: د عزيز مېرمن خپل مريی ځانته وربولي، بېشکه د هغه مينه يې د زړه پوښ ته رسېدلې ده، بېشکه موږ هغه د يوسف د تېر اېستلو او له هغه سره د مينې له امله چې مريی يې دی په څرګنده لار ورکۍ کې وينو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یوسف • آیت 29 راتلونکې یوسف • آیت 31