Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یوسف — آیت 32 (پښتو) — ویډیو

یوسف • آیت نمبر 32 (ټولې 111 آيتونه) • پښتو


قَالَتْ فَذَٰلِكُنَّ الَّذِي لُمْتُنَّنِي فِيهِ ۖ وَلَقَدْ رَاوَدْتُهُ عَنْ نَفْسِهِ فَاسْتَعْصَمَ ۖ وَلَئِنْ لَمْ يَفْعَلْ مَا آمُرُهُ لَيُسْجَنَنَّ وَلَيَكُونًا مِنَ الصَّاغِرِينَ 32
ترجمه:
هغې وویل: دا هماغه (زلمى) دى چې تاسو زه د ده (له ده سره د مینې) په باره كې ملامته كړې ومه او یقینًا یقینًا ما له ده نه د ده د ځان غوښتنه كړې وه، نو ده ځان وساته او قسم دى كه ده هغه كار ونه كړ چې زه يې ده ته حكم كوم (، نو) خامخا هرومرو به دى بندي كړى شي او خامخا هرومرو به دى شي له ذلیلانو نه یوسف ۱۲:۳۲
تفسیر:
د عزيز مېرمنې ښځو ته وويل کله چې يې وليدل چې څه هغوی ته ورسېدل: دا هغه ځوان دی چې تاسو د هغه د مينې له امله ماته پېغور راکړی دی، ما له هغه غوښتنه کړې او د هغه د تېر اېستلو چل مې کړی، خو هغه نټه کړې، که چېرې په راتلونکي کې هغه څه ونکړي چې ترې غواړم يې، هرومرو به زندان ته ننوځي او هرومرو به له سپکو څخه شي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یوسف • آیت 31 راتلونکې یوسف • آیت 33