هغه وویل: اى زما ربه! بندي خانه ما ته ډېره خوښه ده له هغه كار نه چې دوى ما هغه ته بلي او كه ته زما څخه د دوى مكر فریب وانه ړوې (، نو) زه به دوى ته مايله شم او شم به له جاهلانو نه یوسف ۱۲:۳۳ ⧉
تفسیر:
يوسف عليه السلام وويل په داسې حال کې چې خپل پالونکی يې رابلئ: ای زما پالونکيه! هغه زندان چې هغې پرې راته ګوت څنډنه کړې، ډېر غوره دی تر هغه څه چې هغوی مې وربولي چې هغه ناروا کړنه ده، که چېرې د هغوی چل را څخه لرې نکړې، هغوی ته به ورکوږ شم، له ناپوهانو به شم که ورکوږ شوم او په هغه څه کې به د هغوی پيروي وکړم چې راڅخه غواړي يې.