نو خپل رب يې د ده دعا قبوله كړه، نو له ده نه يې د دوى مكر فریب وګرځاوه، بېشكه هغه، هم هغه ښه اورېدونكى، ښه پوه دى یوسف ۱۲:۳۴ ⧉
تفسیر:
الله د هغه دعا قبوله کړه، له هغه يې د عزيز د مېرمنې او د ښار د ښځو چل لرې کړ، بېشکه هغه سپېڅلی او لوړ دی، د يوسف د دعا او د هر دعا کوونکي د دعا ورېدونکی دی، د هغه پر حال او د نورو پر حال ښه پوه دی.