Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یوسف — آیت 36 (پښتو) — ویډیو

یوسف • آیت نمبر 36 (ټولې 111 آيتونه) • پښتو


وَدَخَلَ مَعَهُ السِّجْنَ فَتَيَانِ ۖ قَالَ أَحَدُهُمَا إِنِّي أَرَانِي أَعْصِرُ خَمْرًا ۖ وَقَالَ الْآخَرُ إِنِّي أَرَانِي أَحْمِلُ فَوْقَ رَأْسِي خُبْزًا تَأْكُلُ الطَّيْرُ مِنْهُ ۖ نَبِّئْنَا بِتَأْوِيلِهِ ۖ إِنَّا نَرَاكَ مِنَ الْمُحْسِنِينَ 36
ترجمه:
او له ده سره زندان ته دوه زلمي ننوتل، په دې دواړو كې یو وویل: بېشكه زه چې یم، زه ځان (په خوب كې) وینم، چې د شرابو لپاره انګور نچوړوم او بل وویل: بېشكه زه چې یم، ځان وینم، په دې حال كې چې د خپل سر له پاسه مې ډوډۍ بار كړې ده، چې له هغې نه مرغان خوراك كوي، مونږ د دې (خوبونو) په تعبیر خبر كړه، بېشكه مونږ تا له نیكوكارانو څخه وینو یوسف ۱۲:۳۶
تفسیر:
نو هغه يې بندي کړ او له هغه سره دوه نور ځوانان بندخونې ته ننوتل، يو له ځوانانو يوسف ته وويل: بېشکه ما په خوب کې ولیدل چې انګور زبیښم څو شراب ترې جوړ شي، بل وويل: بېشکه زه وينم چې پر سر ډوډۍ وړم مرغان ترې خوراک کوي، موږ ته خبر راکړه ای يوسفه! د هغه څه په تفسير چې ليدلي مو دي، موږ تا د احسان له څښتنانو وينو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یوسف • آیت 35 راتلونکې یوسف • آیت 37