(یوسف) وویل: چې تاسو ته به هغه طعام لا نه وي راغلى چې تاسو ته هغه دركاوه شي مګر چې تاسو به د دې (خوبونو) په تعبیر خبر كړم، مخكې له دې نه چې تاسو ته هغه راشي، دا (تعبیر) له هغه علم څخه دى چې زما رب ما ته ښودلى دى، بېشكه ما د هغه قوم دین پریښى دى چې په الله ایمان نه لري او په اخرت هم كافران دي یوسف ۱۲:۳۷ ⧉
تفسیر:
يوسف عليه السلام وويل: تاسو ته به هغه ډوډۍ چې د پاچا يا بل چا لخوا درکول کيږي نه وي راغلې خو زه به تاسو ته د هغه حقيقت او کيفيت مخکې تر راتګ يې بيان کړم، دا هغه د خوب تعبير دی چې زه پرې پوهېږم ماته مې پالونکي راښودلی، د کاهنانو او نجوميانو لخوا ندی، بېشکه ما د داسې قوم دين پرېښی چې پر الله ايمان نه لري او هغوی پر آخرت کافران دي.