او ما د خپلو پلرونو د ملت پیروي كړې ده چې ابراهیم او اسحق او یعقوب دى، زمونږ لپاره له سره جايز نه دي چې له الله سره څه شى شریك كړو، دا د الله له فضله څخه دي پر مونږ باندې او په (نورو) خلقو باندې او لېكن زیاتره خلق شكر نه وباسي یوسف ۱۲:۳۸ ⧉
تفسیر:
د خپلو پلرونو: ابراهيم، اسحاق او يعقوب عليهم السلام د دين پيروي مې کړې ده، هغه د الله د توحيد دين دی، زموږ لپاره سم نه دي چې له الله سره بل شريک ونيسو، هغه په وحدانيت کې يوازې دی، دغه توحيد او پر هغه څه ايمان چې زه او پلرونه مې پرې يو، پر موږ د الله لخوا فضل دی چې د هغه توفيق يې راکړی او پر ټولو خلکو يې فضل دی چې هغوی ته يې نبيان لېږلي دي، خو ډېری خلک د الله پر نعمتونو شکر نه وباسي بلکې کفر يې کوي.