Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یوسف — آیت 41 (پښتو) — ویډیو

یوسف • آیت نمبر 41 (ټولې 111 آيتونه) • پښتو


يَا صَاحِبَيِ السِّجْنِ أَمَّا أَحَدُكُمَا فَيَسْقِي رَبَّهُ خَمْرًا ۖ وَأَمَّا الْآخَرُ فَيُصْلَبُ فَتَأْكُلُ الطَّيْرُ مِنْ رَأْسِهِ ۚ قُضِيَ الْأَمْرُ الَّذِي فِيهِ تَسْتَفْتِيَانِ 41
ترجمه:
اى د زندان دواړو ملګرو! هر چي په تاسو كې یو دى، نو هغه به په خپل مالك شراب ورڅښوي او پاتې شو بل، نو هغه به په دار كولى شي، نو مرغان به د ده له سر نه (غوښې) خوري، هغه كار فیصله شوى دى چې تاسو د هغه په باره كې (له ما نه) تعبیر پوښتئ یوسف ۱۲:۴۱
تفسیر:
ای زما د زندان دواړو ملګرو، کوم چې ليدلي چې انګور نښتيږي تر څو شراب شي، هغه به له زندان ووځي او خپل کار ته به وروګرځي، پاچا ته به څښاک ورکوي، خو کوم چې ليدلي چې پر سر يې ډوډۍ ده او مرغان ترې خوراک کوي؛ نو هغه به ووژل شي او وبه ځړول شي، مرغان به يې د سر له غوښو خوراک وکړي، پای ته ورسېده هغه امر چې تاسو يې په اړه فتوی غوښته او بشپړ شو، هغه هرومرو ترسره کېدونکی دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یوسف • آیت 40 راتلونکې یوسف • آیت 42