او هغه كس ته يې وویل چې په هغه يې دا یقین و چې یقینًا دا په دې دواړو كې خلاصى موندونكى دى: ته ما د خپل مالك په نیز یاد كړه، نو شیطان له هغه نه خپل مالك ته (د یوسف) یادول هېر كړل، نو هغه په زندان كې څوكاله پاتې شو یوسف ۱۲:۴۲ ⧉
تفسیر:
او يوسف عليه السلام هغه کس ته وويل چې فکر يې کاوه له هغوی دواړو خلاصېدونکی دی او هغه پاچا ته څښاک ورکوونکی دی، زما کيسه او حالت د پاچا په وړاندې ياد کړه، کېدای شي له بند خونې مې وباسي، شيطان د پاچا په وړاندې له څښاک ورکوونکي څخه د يوسف عليه السلام ياد هېر کړ، يوسف عليه السلام له دغه وروسته په بند خونه کې څو کاله پاتې شو.