Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یوسف — آیت 43 (پښتو) — ویډیو

یوسف • آیت نمبر 43 (ټولې 111 آيتونه) • پښتو


وَقَالَ الْمَلِكُ إِنِّي أَرَىٰ سَبْعَ بَقَرَاتٍ سِمَانٍ يَأْكُلُهُنَّ سَبْعٌ عِجَافٌ وَسَبْعَ سُنْبُلَاتٍ خُضْرٍ وَأُخَرَ يَابِسَاتٍ ۖ يَا أَيُّهَا الْمَلَأُ أَفْتُونِي فِي رُؤْيَايَ إِنْ كُنْتُمْ لِلرُّؤْيَا تَعْبُرُونَ 43
ترجمه:
او بادشاه وویل: بېشكه زه چې یم، زه اوه چاقې څربه غواګانې وینم، چې اوه خوارې غواګانې يې خوري او اوه شنه وږي او نور وچ (اوه وږي وینم) اى سردارانو! تاسو ما ته زما د خوب تعبیر ووایئ، كه چېرې تاسو د خوب تعبیر كولى شئ یوسف ۱۲:۴۳
تفسیر:
پاچا وويل: ما په خوب کې اوه چاغ غويان وليدل چې اوه ډنګر غويان يې خوري، اوه شنه وږي مې وليدل او اوه وچ وږي، ای سردارانو او اشرافو زما د دغه خوب په تعبير مې خبر کړئ که چېرې تاسو د خوب په تعبير پوه وئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یوسف • آیت 42 راتلونکې یوسف • آیت 44