Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یوسف — آیت 5 (پښتو) — ویډیو

یوسف • آیت نمبر 5 (ټولې 111 آيتونه) • پښتو


قَالَ يَا بُنَيَّ لَا تَقْصُصْ رُؤْيَاكَ عَلَىٰ إِخْوَتِكَ فَيَكِيدُوا لَكَ كَيْدًا ۖ إِنَّ الشَّيْطَانَ لِلْإِنْسَانِ عَدُوٌّ مُبِينٌ 5
ترجمه:
(یعقوب) وویل: اى زما بچوړیه! خپل (دا) خوب خپلو وروڼو ته مه بیانوه، (ګنې) بیا به دوى تا ته څه چل جور كړي، څه چل جوړول، بېشكه شیطان د انسان لپاره ښكاره دښمن دى یوسف ۱۲:۵
تفسیر:
يعقوب عليه السلام خپل زوی يوسف عليه السلام ته وويل: ای زوکيه! خپلو وروڼو ته دې خوب مه بيانوه چې پرې پوه شي، کينه به درسره وکړي؛ نوهغوی به له خپل لوري د دوکې او کينې په توګه تدبير درته ونيسي، بېشکه شیطان د انسان لپاره له ښکاره دوښمنۍ سره دوښمن دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یوسف • آیت 4 راتلونکې یوسف • آیت 6