او همدارنګه ستا رب به تا غوره كړي او تا ته به د خبرو (خوبونو) څه اصل حقیقت (تعبیر كول) وښیي او په تا باندې او د یعقوب په كورنۍ به خپل نعمت پوره كړي لكه چې هغه پوره كړى و دا (نعمت) له تا نه مخكې ستا په دوو پلرونو (نیكه او ورنیكه) ابراهیم او اسحق باندې، بېشكه ستا رب ښه پوه، ښه حكمت والا دى یوسف ۱۲:۶ ⧉
تفسیر:
لکه څنګه چې دې دغه خوب ليدلی ای يوسفه خپل پالونکی به دې غوره کړي او د خوب تعبير به درته وښيي، د نبوت په درکړه به خپله پېرزوينه درباندې بشپړه کړي لکه څنګه چې يې له تا مخکې ستا پر پلرونو ابراهيم او اسحاق عليهما السلام بشپړه کړې وه، بېشکه ستا پالونکی پر خپل مخلوق ښه پوه دی په خپل تدبير کې حکيم دی.