Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یوسف — آیت 64 (پښتو) — ویډیو

یوسف • آیت نمبر 64 (ټولې 111 آيتونه) • پښتو


قَالَ هَلْ آمَنُكُمْ عَلَيْهِ إِلَّا كَمَا أَمِنْتُكُمْ عَلَىٰ أَخِيهِ مِنْ قَبْلُ ۖ فَاللَّهُ خَيْرٌ حَافِظًا ۖ وَهُوَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ 64
ترجمه:
هغه وویل: ایا زه تاسو په ده باندې امینان كړم مګر په شان د هغه چې ما تاسو له دې نه مخكې د ده په ورور باندې امینان ګرځولي وئ، نو الله ډېر غوره ساتونكى دى او هغه تر ټولو زیات رحم كوونكى دى یوسف ۱۲:۶۴
تفسیر:
پلار يې ورته وويل: آيا په تاسو داسې باور وکړم لکه مخکې مې چې د هغه د سکه ورور يوسف په اړه باور درباندې کړی و؟! پرتاسو مې د هغه په اړه باور وکړ، تاسو يې د ساتنې ژمنه وکړه، خپله ژمنه مو ترسره نه کړه؛ نو ستاسو د ساتنې په ژمنه زه باور نلرم، زما باور يوازې پر الله دی، هغه ترټولو غوره ساتونکی دی د هغه چا لپاره چې د ساتنې اراده يې ولري او هغه تر ټولو غوره لوروونکی دی چاته چې د لورېينې اراده وکړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یوسف • آیت 63 راتلونکې یوسف • آیت 65