Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یوسف — آیت 65 (پښتو) — ویډیو

یوسف • آیت نمبر 65 (ټولې 111 آيتونه) • پښتو


وَلَمَّا فَتَحُوا مَتَاعَهُمْ وَجَدُوا بِضَاعَتَهُمْ رُدَّتْ إِلَيْهِمْ ۖ قَالُوا يَا أَبَانَا مَا نَبْغِي ۖ هَٰذِهِ بِضَاعَتُنَا رُدَّتْ إِلَيْنَا ۖ وَنَمِيرُ أَهْلَنَا وَنَحْفَظُ أَخَانَا وَنَزْدَادُ كَيْلَ بَعِيرٍ ۖ ذَٰلِكَ كَيْلٌ يَسِيرٌ 65
ترجمه:
او كله چې دوى خپل سامان پرانسته، دوى خپله پنګه وموندله چې دوى ته بېرته واپس كړى شوې ده، دوى وویل: اى زمونږ پلاره! مونږ (نور) څه غواړو، دا زمونږ پنګه ده چې مونږ ته بېرته واپس كړى شوې ده، او مونږ به د خپل اهل لپاره غله راوړو او خپل ورور به ساتو او د یو اوښ بار به زیات راوړو، دغه ډېره اسانه پېمانه ده یوسف ۱۲:۶۵
تفسیر:
کله يې چې هغه د خوراکي توکو بوجۍ پرانيستې چې راوړې يې وې، پيسې يې وموندې چې بېرته ورګرځول شوې دي، خپل پلار ته يې وويل: له دغه عزيز څخه له دې درناوي وروسته نور څه غواړو؟ دغه زموږ د خوراکي توکو پيسې دي چې عزيز له خپل لوري پر موږ د پېرزوينې له امله راګرځولې دي، خپلو کورنيو ته به خوراکي توکي راوړو، د خپل ورور به له هغه څه ساتنه وکړو چې ته پرې وېرېږې او د هغه د ملګرتيا له امله به يو اوښ بار پېمانه زياته شي، د يو اوښ بار پېمانې زياتوالی د عزيز په وړاندې آسانه کار دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یوسف • آیت 64 راتلونکې یوسف • آیت 66