Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یوسف — آیت 66 (پښتو) — ویډیو

یوسف • آیت نمبر 66 (ټولې 111 آيتونه) • پښتو


قَالَ لَنْ أُرْسِلَهُ مَعَكُمْ حَتَّىٰ تُؤْتُونِ مَوْثِقًا مِنَ اللَّهِ لَتَأْتُنَّنِي بِهِ إِلَّا أَنْ يُحَاطَ بِكُمْ ۖ فَلَمَّا آتَوْهُ مَوْثِقَهُمْ قَالَ اللَّهُ عَلَىٰ مَا نَقُولُ وَكِيلٌ 66
ترجمه:
هغه وویل: هیڅكله به هم زه له تاسو سره هغه ونه لېږم تر هغه پورې چې تاسو ما ته د الله پخه وعده راكړئ چې تاسو به هغه خامخا لازمًا ما ته بېرته راولئ، مګر دا چې تاسو ګېر كړى شئ، نو كله چې هغوى ده ته خپله پخه وعده وركړه، هغه وویل: الله وكیل (او شاهد) دى په هغه څه چې مونږ يې وایو یوسف ۱۲:۶۶
تفسیر:
پلار يې ورته وويل: هيڅکله به يې درسره ونه لږم تر څو په ټينګه د الله عهد را نکړئ چې ماته به يې بېرته راولئ، خو دا چې پر تاسو ټولو تباهي چاپېره شي، له تاسو هيڅوک هم پرې نږدي او تاسو د هغه د مخ نيوي او ګرځولو توان ونلرئ؛ نو کله يې چې پر دغه د الله ټينګ عهد ورکړ، ويې ويل: الله پر هغه څه شاهد دی چې وايو يې، نو د هغه شاهدي موږ ته بسنه کوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یوسف • آیت 65 راتلونکې یوسف • آیت 67