او هغه وویل: اى زما زامنو! تاسو (ټول) له یوې دروازې نه مه ننوځئ او له بېلو بېلو دروازو نه ورننوځئ او زه له تاسو نه د الله (له فیصلې) نه هېڅ شى نشم لرې كولى، حكم نشته مګر خاص د الله لپاره دى، خاص په هغه باندې ما توكل كړى دى اولازم دي چې توكل كوونكي يواځې په هغه باندې توكل وكړي یوسف ۱۲:۶۷ ⧉
تفسیر:
پلار يې هغوی ته د سپارښت کوونکي په توګه وويل: مصر ته ټول له يوې دروازې مه ننوځئ، بلکې له بېلو بېلو دروازو ننوځئ، دا ډېر خوندي دی له دې چې څوک دې ټولو ته زيان ورسوي که يې ستاسو په اړه اراده کړې وي، زه تاسو ته دا نه وايم چې د هغه زيان مخه به درڅخه ونيسم چې الله يې تاسو ته اراده کړې ده، نه د دې لپاره چې هغه ګټه به درته رسوم چې الله يې نه غواړي، پرېکړه يوازې د الله پرېکړه وي، امر هم د الله امر وي، يوازې پر هغه په خپلو ټولو چارو کې بروسه کوم، نو بروسه کوونکي دې هم په خپلو چارو کې بروسه وکړي.