Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یوسف — آیت 76 (پښتو) — ویډیو

یوسف • آیت نمبر 76 (ټولې 111 آيتونه) • پښتو


فَبَدَأَ بِأَوْعِيَتِهِمْ قَبْلَ وِعَاءِ أَخِيهِ ثُمَّ اسْتَخْرَجَهَا مِنْ وِعَاءِ أَخِيهِ ۚ كَذَٰلِكَ كِدْنَا لِيُوسُفَ ۖ مَا كَانَ لِيَأْخُذَ أَخَاهُ فِي دِينِ الْمَلِكِ إِلَّا أَنْ يَشَاءَ اللَّهُ ۚ نَرْفَعُ دَرَجَاتٍ مَنْ نَشَاءُ ۗ وَفَوْقَ كُلِّ ذِي عِلْمٍ عَلِيمٌ 76
ترجمه:
نو د خپل ورور له بار نه مخكې يې د هغوى په بارونو شروع وكړه، بیا يې دغه پېمانه د خپل ورور له بار نه راوښكله، همدارنګه مونږ د یوسف لپاره تدبیر وكړ، هغه (یوسف د دې حقدار) نه و چې د بادشاه په قانون كې خپل ورور راونیسي، مګر دا چې الله وغواړي، چا ته چې مونږ وغواړو په درجو كې يې اوچتوو او د هر علم والا له پاسه لوى عالم دى یوسف ۱۲:۷۶
تفسیر:
هغوی يې د خپلو بارونو د پلټنې لپاره يوسف ته راوګرځول، يوسف د خپل چل پټولو په موخه د سکه ورور له بار پلټلو مخکې د خپلو ناسکه وروڼو د بارونو پلټنه پيل کړه، بيا يې د سکه ورور بار وپلټی او پېمانه يې ترې راوويستله، لکه څنګه مو چې د ورور په بار کې يې د پېمانې اېښودلو د تدبير چل وروښودلو، همدارنګه مو هغه ته بل کار هم وروښوده چې خپلو وروڼو ته يې د هغوی د ښار سزا ورکړي چې هغه د غله غلام جوړول دي، دغه کار به نه وای ترسره شوای که يې د پاچا سزا عملي کړې وای، چې وهل او تاوان ورکول وو، مګر دا چې الله بل تدبير وغواړي هغه پرې ځواکمن دی، موږ له خپلو بندګانو چې چاته وغواړو مرتبې يې لوړوو لکه د يوسف مرتبه مو چې لوړه کړه، د هر پوهې څښتن پر سر تر هغه بل پوه شته او د ټولو د پوهې پر سر د الله پوهه ده چې په هرڅه پوهيږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یوسف • آیت 75 راتلونکې یوسف • آیت 77