Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یوسف — آیت 77 (پښتو) — ویډیو

یوسف • آیت نمبر 77 (ټولې 111 آيتونه) • پښتو


قَالُوا إِنْ يَسْرِقْ فَقَدْ سَرَقَ أَخٌ لَهُ مِنْ قَبْلُ ۚ فَأَسَرَّهَا يُوسُفُ فِي نَفْسِهِ وَلَمْ يُبْدِهَا لَهُمْ ۚ قَالَ أَنْتُمْ شَرٌّ مَكَانًا ۖ وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا تَصِفُونَ 77
ترجمه:
هغوى وویل: كه دا غلا كوي، نو یقینًا له ده نه مخكې د ده ورور (هم) غلا كړې ده۔، نو یوسف دا په خپل نفس كې پټه وساتله او دايې دوى ته ښكاره نه كړه، ويې ويل: تاسو د مرتبې په لحاظ ډېر بد يئ او الله ښه عالم دى په هغې خبره چې تاسو يې بیانوئ یوسف ۱۲:۷۷
تفسیر:
د يوسف وروڼو وويل: که هغه غلا کوي؛ نو حيرانتيا نشته، بېشکه سکه ورور يې د هغه له غلا مخکې غلا کړې وه، د هغوی موخه يوسف عليه السلام و، يوسف عليه السلام د هغوی پر دغه وينا خپل کړاو پټ کړ، هغوی ته يې ښکاره نکړ، په زړه کې يې ورته وويل: تاسو چې پر کومه کينه او ناوړه کړنه ياست چې مخکې در څخه وشوه، هغه په دغه ځای کې په خپله يو شر دی، الله تعالی پر دغه تور لګولو چې له تاسو وځي ډېر پوه دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یوسف • آیت 76 راتلونکې یوسف • آیت 78