او كله چې قافله (د مصر له حدودو) ووتله، د هغوى پلار وویل: بېشكه زه چې یم خامخا د یوسف خوشبويي محسوسوم كه چېرې تاسو ما ته د بوډاوالي د كم عقلۍ نسبت ونه كړئ (نو زما تصدیق به وكړئ) یوسف ۱۲:۹۴ ⧉
تفسیر:
کله چې قافله له مصر څخه د تګ په حالت کې ووتله او له آبادۍ يې تېره شوه يعقوب عليه السلام خپلو زامنو او څوک چې د هغه په ځمکه کې ورسره وو وويل: زه د يوسف بوی احساسوم، که چېرې تاسو ما ناپوه ونه ګڼئ او د عقل خرابي نسبت راته ونکړئ په خپله دغه وينا مو: چې دغه زوړ عقل خرابه دی، هغه څه وايي چې نه پرې پوهيږي.