Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یوسف — آیت 93 (پښتو) — ویډیو

یوسف • آیت نمبر 93 (ټولې 111 آيتونه) • پښتو


اذْهَبُوا بِقَمِيصِي هَٰذَا فَأَلْقُوهُ عَلَىٰ وَجْهِ أَبِي يَأْتِ بَصِيرًا وَأْتُونِي بِأَهْلِكُمْ أَجْمَعِينَ 93
ترجمه:
تاسو زما دا كمیس یوسئ، نو دا زما د پلار په مخ واچوئ، هغه به بېرته بینا شي او تاسو، سره له خپل اهله ټول ما ته راشئ یوسف ۱۲:۹۳
تفسیر:
خپل کميس يې ورکړ، ځکه هغوی خبر ورکړ چې د پلار سترګې يې په څه حال شوې دي او ويې ويل: زما دغه کميس يوسئ، د پلار په سترګو مې يې واچوئ، نظر به يې بېرته وروګرځي او ماته مو خپله ټوله کورنۍ راولئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یوسف • آیت 92 راتلونکې یوسف • آیت 94