الف، لام، ميم، را، دا د كتاب ایتونه دي او هغه (كتاب) چې تا ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى، حق دى او لېكن زیاتره خلق ایمان نه راوړي الرعد ۱۳:۱ ⧉
تفسیر:
المر) د بقرې سورت په پیل کې د ورته تورو په اړه بحث تېرشو. دغه لوړې نښې په دغه سورت کې او هغه قرآن چې پرتا نازل شوی ای رسوله! داسې حق دي چې شک پکښې نشته او پرته له شکه د الله له لوري دي، خو ډېری خلک پرې ايمان نه راوړي د سرزورۍ او لويۍ له امله.