Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یوسف — آیت 111 (پښتو) — ویډیو

یوسف • آیت نمبر 111 (ټولې 111 آيتونه) • پښتو


لَقَدْ كَانَ فِي قَصَصِهِمْ عِبْرَةٌ لِأُولِي الْأَلْبَابِ ۗ مَا كَانَ حَدِيثًا يُفْتَرَىٰ وَلَٰكِنْ تَصْدِيقَ الَّذِي بَيْنَ يَدَيْهِ وَتَفْصِيلَ كُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ 111
ترجمه:
یقینًا یقینًا د دوى (د قصې) په بیان كې د خالصو عقلونو والاو لپاره ښه عبرت دى۔، دغه (قرآن) داسې خبره بېخي نه ده چې له ځانه په دروغو جوړه كړى شوې وي او لېكن (دغه قرآن) د هغو (كتابونو) تصدیق دى چې له ده نه مخكې وو او د هر شي تفصیل (بیان) دى او هدایت او رحمت دى د هغه قوم لپاره چې (په الله او د هغه په رسول) ایمان لري یوسف ۱۲:۱۱۱
تفسیر:
بېشکه د رسولانو او امتونو په کيسو کې او د يوسف او وروڼو په کيسه کې يې پند دی، د سالم عقل څښتنان ترې پند اخلي، پر دغه مشتمل قران له ځانه ندی جوړ کړی شوی، پر الله درواغ خبرې نه دي، بلکې د الله لخوا د نازل کړل شوو آسماني کتابونو تصديق دی، د ټولو هغو حکمونو او شريعتونو تفصيل دی چې تفصيل ته يې اړتيا ده، د هر خير لپاره لارښود دی او د هغه قوم لپاره لورېينه ده چې ايمان پرې راوړي؛ نو همدوی هغه کسان دي چې له هغه څه ګټه اخلي چې پکښې دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یوسف • آیت 110 راتلونکې الرعد • آیت 1