Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الرعد — آیت 16 (پښتو) — ویډیو

الرعد • آیت نمبر 16 (ټولې 43 آيتونه) • پښتو


قُلْ مَنْ رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ قُلِ اللَّهُ ۚ قُلْ أَفَاتَّخَذْتُمْ مِنْ دُونِهِ أَوْلِيَاءَ لَا يَمْلِكُونَ لِأَنْفُسِهِمْ نَفْعًا وَلَا ضَرًّا ۚ قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الْأَعْمَىٰ وَالْبَصِيرُ أَمْ هَلْ تَسْتَوِي الظُّلُمَاتُ وَالنُّورُ ۗ أَمْ جَعَلُوا لِلَّهِ شُرَكَاءَ خَلَقُوا كَخَلْقِهِ فَتَشَابَهَ الْخَلْقُ عَلَيْهِمْ ۚ قُلِ اللَّهُ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ وَهُوَ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ 16
ترجمه:
ته (دوى ته) ووایه: د اسمانونو او ځمكې رب څوك دى؟ ته ووایه: الله دى، (نو ورته) ووایه: ایا نو تاسو له هغه نه غير نور كار سازان (دوستان) جوړ كړي دي چې د خپلو ځانونو لپاره نه د نفعې اختیار لري او نه د ضرر (لرې كولو) ته ووایه: ایا ړوند او بینا سره برابر دي؟ بلكې (دا ورته ووایه:) ایا سره برابرې دي تیارې او رڼا۔، یا دوى د الله لپاره داسې شریكان مقرر كړي دي چې د هغه د پیدا كولو په شان پیدا كول يې كړي دي، بیا په دوى باندې پیدا كول مشتبه شوي دي؟ ته ووایه: الله د هر شي پیدا كوونكى دى او هم هغه یو دى، ډېر غالب دى الرعد ۱۳:۱۶
تفسیر:
اې رسوله ووايه: هغو کافرانو ته چې له الله سره بل څوک لمانځي، څوک دی چې آسمانونه او ځمکه يې پيداکړي او د هغو دواړو چار سمبالوونکی دی؟ ای رسوله! ووايه: الله يې پيداکوونکی او د امر تدبير کوونکی دی او تاسې دغه منئ هم، اې رسوله! هغوی ته ووايه: آيا ځانونو ته مو له الله پرته داسې عاجزه دوستان نيولي دي چې خپلو ځانو ته هم نه ګټه را جلبولای شي او نه ضرر دفع کولای شي، نو دا کار به نورو ته چېرې وکولای شي؟ ورته ووايه: ای رسوله! آيا هغه کافر چې ړوند وي او هغه مؤمن چې لار موندونکی ليدونکی وي سره برابر دي؟ او يا هغه کفر چې تيارې دي او هغه ايمان چې رڼا ده سره برابر دي؟ او يا چې هغوی الله پاک لره په مخلوق کې کوم شريکان نيولي دي، نو آیا هغوی هم داسې څه پيداکړي دي لکه الله؟ چې د الله پيدا کړي د هغوی د شريکانو له پيداکړو سره ګډوډ شوي وي؟ هغوی ته ووايه: اې رسوله! يوازې الله د هرڅه پيداکوونکی دی، هغه لره په مخلوق کې کوم شريک نشته او هغه په الوهيت کې داسې يوازې دی چې په يوازېتوب سره د عبادت وړ دی او پر هرڅه برلاسی دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الرعد • آیت 15 راتلونکې الرعد • آیت 17