Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الرعد — آیت 17 (پښتو) — ویډیو

الرعد • آیت نمبر 17 (ټولې 43 آيتونه) • پښتو


أَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَسَالَتْ أَوْدِيَةٌ بِقَدَرِهَا فَاحْتَمَلَ السَّيْلُ زَبَدًا رَابِيًا ۚ وَمِمَّا يُوقِدُونَ عَلَيْهِ فِي النَّارِ ابْتِغَاءَ حِلْيَةٍ أَوْ مَتَاعٍ زَبَدٌ مِثْلُهُ ۚ كَذَٰلِكَ يَضْرِبُ اللَّهُ الْحَقَّ وَالْبَاطِلَ ۚ فَأَمَّا الزَّبَدُ فَيَذْهَبُ جُفَاءً ۖ وَأَمَّا مَا يَنْفَعُ النَّاسَ فَيَمْكُثُ فِي الْأَرْضِ ۚ كَذَٰلِكَ يَضْرِبُ اللَّهُ الْأَمْثَالَ 17
ترجمه:
هغه له بره نه اوبه نازلې كړې، نو خوړونه په خپلې اندازې سره وبهېدل، نو سیلاب اوچت شوى ځګ راپورته كړ او له هغو څیزونو نه هم چې دوى پرې په اور كې د ګاڼې، یا سامان جوړولو لپاره بلول كوي، د دې په مثل ځګ وي۔، همدارنګه الله (مثال د) حق او باطل بیانوي، نو هر چې ځګ دى، نو هغه بې كاره لاړ شي او هر چې هغه څیز دى چې خلقو ته فايده رسوي، نو هغه په ځمكه كې پاتې كېږي، همدارنګه الله مثالونه بیانوي الرعد ۱۳:۱۷
تفسیر:
الله د باطل د له منځه وړلو او حق پاتې کېدلو لپاره له آسمانه د ورېدونکي باران بېلګه بيان کړې ده، تردې چې د لویوالي او کوچنوالي سره سمې ويالې پرې وبهيږي؛ نو سېل د اوبو پر سر خس او خځلې پورته کړي وي او بله بېلګه يې هغوی دواړو ته د ځينو هغه څه بيان کړې ده چې خلک يې له ارزښتناکه زېرمو څخه اور پرې بلوي تر څو يې اصل او هغه څه ولټوي چې خلک ځانونه پرې ښايسته کوي، نو هغه خپل زګ داسې پورته کوي لکه دغه يې چې پورته کوي، په دغو دوو بېلګو سره الله د حق او باطل بېلګې بيانوي، نو باطل د خسو او د اوبو پر سر د غورځول شوي زږ غوندې وي او له زنګ څخه د معدن پاتې خیري غوندې وي، او حق د هغو پاکو اوبو غوندې وي چې څښل کيږي، مېوې، شينګيا او واښه را شنه کوي او هغه چې په معدن کې له خيري وروسته وي، نو خلک ترې ګټه پورته کوي، لکه څنګه چې دغه دوې بېلګې بيان کړې، الله د خلکو لپاره بېلګې بيانوي چې حق پرې له باطله بېل کړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الرعد • آیت 16 راتلونکې الرعد • آیت 18