هم د هغو كسانو لپاره نېكه بدله ده چې د خپل رب حكم يې قبول كړى دى او هغه كسان چې د هغه حكم يې نه دى قبول كړى كه له دوى سره په رښتیا هر هغه څه وي چې په ځمكه كې دي ټول او د ده په مثل نور هم له ده سره وي (، نو) خامخا به دوى هغه په فدیه كې وركړي، دغه كسان دي چې د دوى لپاره بد حساب دى او د دوى استوګنځاى جهنم دى او هغه بد ارام ځاى دى الرعد ۱۳:۱۸ ⧉
تفسیر:
د هغو مؤمنانو لپاره چې د خپل پالونکي د توحيد او پيروۍ بلنه يې ومنله ښه بدله ده چې هغه جنت دی او هغه کافران چې د هغه د توحيد او پيروۍ بلنه يې ونه منله که چېرې د هغوی لپاره په ځمکه کې د مال ټول ډولونه وي او دهغو غوندې څو برابره نور وي، هرومرو به هغوی دغه ټول له سزا د ځان ژغورنې لپاره ولګوي، له دغو کسانو سره چې د هغه بلنه يې نه ده منلې د خپلو ټولو بدو کړنو حساب به کيږي، دهغوی هستوګنځی چې ورځي به دوزخ دی، بد دی د هغوی فرش او د اوسېدو ځای چې هغه اور دی.