ایا نو هغه څوك چې په دې پوهېږي چې بېشكه هغه (قرآن) چې تا ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى، حق دى، د هغه چا په شان دى چې هغه ړوند دى؟ یقینًا همدا خبره ده چې نصیحت د خالصو عقلونو والا اخلي الرعد ۱۳:۱۹ ⧉
تفسیر:
برابر ندی هغه څوک چې پوهيږي پردې ای رسوله! چې کوم څه پر تا نازل شوي هغه ستا د پالونکي لخوا داسې حق دي چې شک پکښې نشته او دا هغه مؤمن دی چې د الله د حکمونو منونکی دی او هغه کافر چې د الله د حکمونو منونکی ندی، بېشکه په دغه سره د سمو عقلونو څښتنان پند او نصيحت ترلاسه کوي.