Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الرعد — آیت 22 (پښتو) — ویډیو

الرعد • آیت نمبر 22 (ټولې 43 آيتونه) • پښتو


وَالَّذِينَ صَبَرُوا ابْتِغَاءَ وَجْهِ رَبِّهِمْ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَأَنْفَقُوا مِمَّا رَزَقْنَاهُمْ سِرًّا وَعَلَانِيَةً وَيَدْرَءُونَ بِالْحَسَنَةِ السَّيِّئَةَ أُولَٰئِكَ لَهُمْ عُقْبَى الدَّارِ 22
ترجمه:
او هغه كسان چې د خپل رب د مخ لټونې لپاره يې صبر كړى دى او لمونځ يې قايم كړى دى او له هغه څه نه يې چې مونږ ورته وركړي دي؛ په پټه او ښكاره انفاق كړى دى او هغوى په نېكۍ سره بدي دفع كوي دغه كسان چې دي د دوى لپاره د اخرت ښه انجام دى الرعد ۱۳:۲۲
تفسیر:
او هغوی داسې خلک دي چې د الله پر پيروۍ صبر کوي او پر هغه څه چې الله ورته په تقدير کې ليکلي له خوښۍ او بدۍ څخه، د الله د خوښۍ غوښتلو لپاره له ګناه صبر کوي، په بشپړه توګه لمونځ کوي، له هغو مالونو چې موږ ورکړي واجب حقوق ورکوي او نفلي خيرات بنده ته په پټه ورکوي د ځان ښودنې له وېرې او په ښکاره ترڅو نور يې پيروي وکړي، د هغه چا بدي چې له هغوی سره يې کړې هغه ته په نېکۍ ورځوابوي، دغه چې پداسې صفتونو متصف دي هغوی لره د قيامت په ورځ ستايل شوې پايله ده.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الرعد • آیت 21 راتلونکې الرعد • آیت 23