چې د تل اوسېدلو جنتونه دي، دوى به هغو ته داخلېږي، او هغوى هم چې صالح وي د دوى له پلرونو څخه او د دوى له جوړو (ښځو) څخه او د دوى له اولادونو څخه۔ او ملايك به په دوى باندې له هرې دروازې نه ورننوځي الرعد ۱۳:۲۳ ⧉
تفسیر:
دغه ستايل شوې پايله جنتونه دي تل به پکښې له پېرزوينو برخمن اوسيږي، په هغو کې د پېرزوينو له بشپړوالي څخه يې دا دي چې له پلرونو، ميندو، مېرمنو، او له اولادونو به يې هغه څوک ورسره ننوځي چې په نېغه لار وو ترڅو د هغوی په ليدو يې خوښي بشپړه شي او په جنت کې به د هغوی د کورونو له ټولو دروازو پرېښتې پرې مبارکي ويونکې ننوځي.