او هغه كسان چې د الله عهد ماتوي د هغه (عهد) له پخولو نه وروسته۔ او هغه څه پرېكوي چې الله د هغه د میلاوولو حكم كړى دى او په ځمكه كې فساد كوي، هم دغه كسان چې دي د دوى لپاره لعنت دى او هم د دوى لپاره د اخرت بدي ده الرعد ۱۳:۲۵ ⧉
تفسیر:
او هغه خلک چې د الله ژمنې وروسته له ټينګښته ماتوي او له خپلوۍ پالنې هغه څه پرې کوي چې الله يې د پاللو امر کړی، همدوی لرې بدبخته دي هغوی لره د الله له لورېينې لرې والی دی او هغوی لره بده پايله ده چې هغه اور دی.