Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الرعد — آیت 26 (پښتو) — ویډیو

الرعد • آیت نمبر 26 (ټولې 43 آيتونه) • پښتو


اللَّهُ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَشَاءُ وَيَقْدِرُ ۚ وَفَرِحُوا بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا فِي الْآخِرَةِ إِلَّا مَتَاعٌ 26
ترجمه:
الله روزي فراخوي چا ته چې وغواړي او تنګوي يې (چا ته چې يې وغواړي) او دوى په دنيايي ژوند خوشحاله شوي دي او دنيايي ژوند د اخرت په مقابله كې نه دى مګر لږه متاع (سامان) الرعد ۱۳:۲۶
تفسیر:
چاته چې الله وغواړي روزي يې پراخوي او تنګوي يې له بندګانو يې چې چاته وغواړي، د روزۍ پراخوالی د نېکمرغۍ نښه نده او نه د الله د مينې، نه يې تنګي د بدبختۍ نښه ده، کافران د دنيا په ژوند خوشحاله شول؛ نو کاږه شول او پر هغو ډاډه شول او د دنيا ژوند د آخرت په وړاندې يوازې تلونکې لږ توښه ده.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الرعد • آیت 25 راتلونکې الرعد • آیت 27