Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الرعد — آیت 27 (پښتو) — ویډیو

الرعد • آیت نمبر 27 (ټولې 43 آيتونه) • پښتو


وَيَقُولُ الَّذِينَ كَفَرُوا لَوْلَا أُنْزِلَ عَلَيْهِ آيَةٌ مِنْ رَبِّهِ ۗ قُلْ إِنَّ اللَّهَ يُضِلُّ مَنْ يَشَاءُ وَيَهْدِي إِلَيْهِ مَنْ أَنَابَ 27
ترجمه:
او وايي هغه كسان چې كفر يې كړى دى: په ده باندې د خپل رب له جانبه كومه نښه (معجزه) ولې نه ده نازله كړى شوې؟ ته (ورته) ووایه: بېشكه الله چې چا ته وغواړي ګمراه كوي يې او خپل طرف ته هغه چا ته هدایت كوي چې رجوع وكړي الرعد ۱۳:۲۷
تفسیر:
او هغه کسان چې پر الله او د هغه پر نښانو يې کفر کړی وايي: ولې پر محمد د خپل پالونکي لخوا يې کومه حسي نښه نده راغلې چې پر رېښتينولي يې دلالت وکړي؛ نو موږ به پرې ايمان راوړو، دغو وړانديز کوونکو ته ووایه ای رسوله!: بېشکه الله په خپل عدل سره چې چاته وغواړي لار ترې ورکوي او په خپله پېرزوينه لارښوونه کوي هغه چاته چې په توبه اېستلو ورګرځي، لارښوونه د هغوی په لاس کې نده چې د نښانو له را تګ سره يې تړاو ورکړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الرعد • آیت 26 راتلونکې الرعد • آیت 28