Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الرعد — آیت 28 (پښتو) — ویډیو

الرعد • آیت نمبر 28 (ټولې 43 آيتونه) • پښتو


الَّذِينَ آمَنُوا وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُمْ بِذِكْرِ اللَّهِ ۗ أَلَا بِذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ 28
ترجمه:
هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او د هغوى زړونه د الله په ذكر سره مطمئن كېږي، خبردار شئ! د الله په ذكر سره زړونه مطمئن كېږي الرعد ۱۳:۲۸
تفسیر:
دوی هغه کسان دي چې الله يې لارښوونه کړې ده، همدوی هغه کسان دي چې ايمان يې راوړی او زړونه يې د الله په ياد، د هغه په پاکۍ بيانولو، ستاينه، د هغه د کتاب په لوستلو، اورېدلو او له دغه پرته پر نور ډول ډول يادونو آراميږي، خبر اوسئ يوازې د الله په ياد سره زړونه آراميږي او هغه د دې ډېر وړ دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الرعد • آیت 27 راتلونکې الرعد • آیت 29