Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الرعد — آیت 34 (پښتو) — ویډیو

الرعد • آیت نمبر 34 (ټولې 43 آيتونه) • پښتو


لَهُمْ عَذَابٌ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ۖ وَلَعَذَابُ الْآخِرَةِ أَشَقُّ ۖ وَمَا لَهُمْ مِنَ اللَّهِ مِنْ وَاقٍ 34
ترجمه:
شته دى د دوى لپاره عذاب په دنيايي ژوند كې او خامخا د اخرت عذاب ډېر سخت دى، او د دوى لپاره به د الله (له عذاب) نه هېڅ ساتونكى نه وي الرعد ۱۳:۳۴
تفسیر:
هغوی لره د دنيا په ژوند کې د مؤمنانو پر لاسونو رسېدلې د وژلو او بندي کولو سزا ده او د آخرت هغه سزا چې انتظار يې کوي پر هغوی د دنيا له سزا ډېره سخته او درنه ده، ځکه په هغو کې سختوالی او داسې دوام دی چې نه ختميږي او د قيامت په ورځ هغوی لره کوم خنډ نشته چې د الله له سزا يې وساتي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الرعد • آیت 33 راتلونکې الرعد • آیت 35