Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الرعد — آیت 35 (پښتو) — ویډیو

الرعد • آیت نمبر 35 (ټولې 43 آيتونه) • پښتو


مَثَلُ الْجَنَّةِ الَّتِي وُعِدَ الْمُتَّقُونَ ۖ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ ۖ أُكُلُهَا دَائِمٌ وَظِلُّهَا ۚ تِلْكَ عُقْبَى الَّذِينَ اتَّقَوْا ۖ وَعُقْبَى الْكَافِرِينَ النَّارُ 35
ترجمه:
د هغه جنت حال چې له متقیانو سره يې وعده شوې ده (دا دى چې) د هغه له لاندې ولې بهېږي، د هغه مېوې همېشنۍ دي او د هغه سیورى هم، دغه (جنت) د هغو كسانو انجام (او د رجوع ځاى) دى چې پرهېزګاري كوي او د كافرانو انجام اور دى الرعد ۱۳:۳۵
تفسیر:
د هغه جنت صفت چې الله يې له ځان ساتونکو سره ژمنه کړې د هغه د حکمونو پر ځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو سره چې تر ماڼيو او ونو لاندې به يې نهرونه بهيږي، مېوې به يې تل وي نه به ختميږي د دنيا د مېوو سر چپه، سيوری به يې تل وي نه به ورکيږي او نه به ټوليږي، دغه د هغو کسانو پايله ده چې له الله څخه د هغه د حکمونو پر ځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو وېريږي او د کافرانو پايله اور دی ورننوځي به تل به پکښې اوسېدونکي وي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الرعد • آیت 34 راتلونکې الرعد • آیت 36