Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الرعد — آیت 4 (پښتو) — ویډیو

الرعد • آیت نمبر 4 (ټولې 43 آيتونه) • پښتو


وَفِي الْأَرْضِ قِطَعٌ مُتَجَاوِرَاتٌ وَجَنَّاتٌ مِنْ أَعْنَابٍ وَزَرْعٌ وَنَخِيلٌ صِنْوَانٌ وَغَيْرُ صِنْوَانٍ يُسْقَىٰ بِمَاءٍ وَاحِدٍ وَنُفَضِّلُ بَعْضَهَا عَلَىٰ بَعْضٍ فِي الْأُكُلِ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ 4
ترجمه:
او په ځمكه كې څنګ په څنګ پیوستې ټوټې دي او د انګورو باغونه دي او فصلونه دي او د كجورو ونې دي چې له یوه بېخه پورته شوي دي او ځینې ځان ته (جدا) بېخ لري، چې په یوه قسم اوبو سره اوبه كولى شي۔ او مونږ په هغو كې ځينو ته په نورو باندې په مېوه (او خوند) كې فضيلت وركوو، بېشكه په دې كې د هغو خلقو لپاره یقینًا نښې دي چې د عقل نه كار اخلي الرعد ۱۳:۴
تفسیر:
په ځمکه کې نږدې نږدې برخې دي، په هغې کې د انګورو باغونه دي، کښتونه دي پکښې او په يو بېخ او په بېلوبېلو بېخونو پورې د خرما ونې دي، په يو اوبو دغه باغونه او کښتونه خړوبیږي، سره له دې چې يو او بل ته نږدې دي او په يو ابو اوبيږي موږ په خوند او نورو ګټو کې يې ځينو ته پر ځينو غوراوی ورکوو، په دغه ياد شویو کې دلائل او برهانونه دي د هغه قوم لپاره چې له عقل څخه کار اخلي، ځکه هغوی داسې کسان دي چې له ترې پند اخلي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الرعد • آیت 3 راتلونکې الرعد • آیت 5