Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الرعد — آیت 5 (پښتو) — ویډیو

الرعد • آیت نمبر 5 (ټولې 43 آيتونه) • پښتو


وَإِنْ تَعْجَبْ فَعَجَبٌ قَوْلُهُمْ أَإِذَا كُنَّا تُرَابًا أَإِنَّا لَفِي خَلْقٍ جَدِيدٍ ۗ أُولَٰئِكَ الَّذِينَ كَفَرُوا بِرَبِّهِمْ ۖ وَأُولَٰئِكَ الْأَغْلَالُ فِي أَعْنَاقِهِمْ ۖ وَأُولَٰئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ 5
ترجمه:
او كه ته تعجب كوې، نو د دوى (دا) خبره ډېره عجیبه ده چې (وايي:) ایا چې كله مونږ خاورې شو، ایا نو مونږ به په رښتيا نوي تخلیق كې یو (بيا به له نوي سره پيدا كولى شو)؟ دوى همغه كسان دي چې په خپل رب سره كافران شوي دي او دغه كسان دي چې طوقونه به يې په غاړو كې وي او دغه كسان د اور ملګري دي، دوى به په هغه كې تل ترتله وي الرعد ۱۳:۵
تفسیر:
که ته له څه حيرانېږې ای رسوله!؛ نو زيات حق دا دی چې د هغوی لخوا د بېرته را پاڅېدو په درواغ ګڼلو او په نټه يې د هغوی په دې وينا له استدلال کولو حيران شې: کله چې موږ مړه، خاورې او وراسته زاړه هډوکي شو بېرته به راپاڅول کېږو او ژوندي کېږو به؟! همدوی له مرګ څخه وروسته د بېرته راپاڅېدو څخه نټه کوونکي هغه کسان دي چې په خپل پالونکي يې کفر کړی، له مرګ وروسته په بېرته راپاڅولو د هغه له قدرت يې نټه کړې ده، د قيامت په ورځ به د دوی په غاړو کې د اور ځنځيرونه ور اچول کيږي، دوی د اور خلک دي، تل به پکښې پاتې کېدونکي وي، له منځه تلل به نه ورته راځي او نه به ترې سزا پرې کيږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الرعد • آیت 4 راتلونکې الرعد • آیت 6