او دوى له تا نه د نېكۍ (رحمت) نه مخكې بدي ژر غواړي او یقینًا له دوى نه مخكې (له عبرته ډك) عذابونه تېر شوي دي او بېشكه ستا رب د خلقو لپاره د هغوى د ظلم باوجود یقینًا د لوى مغفرت والا دى او بېشكه ستا رب یقینًا ډېر سخت عذاب والا دى الرعد ۱۳:۶ ⧉
تفسیر:
ای رسوله! مشرکان له تا د سزا په غوښتنه کې بيړه کوي، مخکې د هغو پېرزوينو له پوره کولو چې الله هغوی ته ليکلي دي د هغې سزا راتګ پرې ورو احساسوي، له هغوی مخکې په درواغ ګڼونکو امتنونو ورته سزاوې راغلې دي؛ نو آيا پند ترې نه اخلي؟ بېشکه ستا پالونکی ای رسوله! د خلکو لپاره بښونکی دی سره د هغوی له ظلمه، په سزا ورکولو کې بيړه نه کوي ترڅو الله ته توبه وباسي، د سختې سزا ورکوونکی دی هغوکسانوته چې په خپل کفر ټينګار کوونکي دي که چېرې هغوی توبه ونه باسي.