او هغه كسان چې كفر يې كړى دى، وايي: ولې په ده باندې د خپل رب له جانبه كومه نښه نه ده نازله كړى شوې؟ یقینًا همدا خبره ده چې ته وېروونكى يې او د هر قوم لپاره یو لار ښودونكى دى الرعد ۱۳:۷ ⧉
تفسیر:
هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی په بې پروايۍ او ضد کې د دوام له مخې وايي: ولې پر محمد د خپل پالونکي لخوا يې کومه نښه نده نازله شوې لکه پر موسی او عيسی چې نازلې شوې دي، ای رسوله! ته يوازې وېروونکی يې خلک د الله له سزا وېروې، تا لره يوازې هغه نښې دي چې الله درکړې دي، هر قوم لره نبي وي چې حق لارې ته يې لارښوونه کوي او ورته ښيي يې.