Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الرعد — آیت 40 (پښتو) — ویډیو

الرعد • آیت نمبر 40 (ټولې 43 آيتونه) • پښتو


وَإِنْ مَا نُرِيَنَّكَ بَعْضَ الَّذِي نَعِدُهُمْ أَوْ نَتَوَفَّيَنَّكَ فَإِنَّمَا عَلَيْكَ الْبَلَاغُ وَعَلَيْنَا الْحِسَابُ 40
ترجمه:
او كه لازمًا مونږ تا ته ځینې له هغه (عذاب) نه وښیو چې دوى ته يې مونږ وعده وركوو، یا خامخا مونږ تا وفات كړو، نو په تا خو يواځې تبلیغ كول دي او پر مونږ باندې حساب كول دي الرعد ۱۳:۴۰
تفسیر:
او که موږ تاته در وښيو ای نبي! ځينې هغه سزا چې له هغوی سره مو ژمنه کړې مخکې ستا تر مړينې؛ نو دا زموږ کار دی او که دې مړ کړو مخکې تردې چې تاته هغه دروښيو؛ نو پر تا يوازې د هغه څه رسونه ده چې پر رسولو مو امر درته کړی او پرتا د هغوی سزا او د هغوی حساب نشته، دغه پر موږ دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الرعد • آیت 39 راتلونکې الرعد • آیت 41