Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الرعد — آیت 41 (پښتو) — ویډیو

الرعد • آیت نمبر 41 (ټولې 43 آيتونه) • پښتو


أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّا نَأْتِي الْأَرْضَ نَنْقُصُهَا مِنْ أَطْرَافِهَا ۚ وَاللَّهُ يَحْكُمُ لَا مُعَقِّبَ لِحُكْمِهِ ۚ وَهُوَ سَرِيعُ الْحِسَابِ 41
ترجمه:
ایا دوى نه ګوري چې یقینًا مونږ ځمكې ته راځو چې د هغې له اطرافو نه يې كموو او الله حكم كوي، هیڅوك د هغه د حكم رد كوونكى نشته او هغه ډېر ژر حساب كوونكى دى الرعد ۱۳:۴۱
تفسیر:
آيا دغو کافرانو ونه ليدل چې څنکه موږ د کفر ځمکې ته راځو د اسلام په خپرېدو د مسلمانانو په بريا يې څنډې ورکموو، الله د خپلو بندګانو ترمنځ د هغه څه حکم او پرېکړه کوي چې ويې غواړي، هيڅوک نشته چې د هغه پرېکړه ماته، تغيير يا بدله کړي، هغه پاک ذات ژر حساب کوونکی دی، له لومړنيو او وروستنيو سره په يوه ورځ کې حساب کوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الرعد • آیت 40 راتلونکې الرعد • آیت 42