Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الرعد — آیت 42 (پښتو) — ویډیو

الرعد • آیت نمبر 42 (ټولې 43 آيتونه) • پښتو


وَقَدْ مَكَرَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَلِلَّهِ الْمَكْرُ جَمِيعًا ۖ يَعْلَمُ مَا تَكْسِبُ كُلُّ نَفْسٍ ۗ وَسَيَعْلَمُ الْكُفَّارُ لِمَنْ عُقْبَى الدَّارِ 42
ترجمه:
او تحقیق هغو (كافرانو) مكر كړى و چې له دې (كافرانو) نه مخكې وو، نو خاص الله لره دي پټ تدبیرونه ټول، هغه پوهېږي په هغه څه چې هر نفس يې كوي، او كافران به ژر پوه شي چې د چا لپاره د اخرت ښه انجام دى الرعد ۱۳:۴۲
تفسیر:
او مخکېنيو امتونو له خپلو نبيانو سره چل وکړ او هغوی ته يې دامونه کېښودل او هغه څه يې درواغ وګڼل چې هغوی ورسره راغلي وو، نو هغوی لره يې په خپل تدبير څه وکړل؟ هيڅ، ځکه اغېزناکه تدبير يوازې د الله دی، نه د بل چا، لکه څنګه چې الله پاک هغه ذات دی چې د خپل مخلوق پر ټولو کړنو پوهيږي، له هغه هيڅ هم ترې نه پټيږي، او هغه مهال به دغه درواغ ګڼونکي ژر پوه شي چې پر الله ايمان نه راوړلو کې څومره تېروتي وو، او مؤمنان څومره په حقه وو، چې پر دغه يې جنت او ښه پايله ترلاسه کړل.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الرعد • آیت 41 راتلونکې الرعد • آیت 43