Landscape MP4 Vertical MP4

سورت ابراهیم — آیت 23 (پښتو) — ویډیو

ابراهیم • آیت نمبر 23 (ټولې 52 آيتونه) • پښتو


وَأُدْخِلَ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِمْ ۖ تَحِيَّتُهُمْ فِيهَا سَلَامٌ 23
ترجمه:
او هغه كسان به چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي داسې جنتونو ته داخل كړى شي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، په دې حال كې چې دوى به په هغو كې تل ترتله وي، د خپل رب په حكم سره۔ او د دوى پیشكشي به په دغو (جنتونو) كې سلام وي ابراهیم ۱۴:۲۳
تفسیر:
په خلاف د ظالمانو د ورګرځېدو د ځای، هغه کسان چې ايمان يې راوړی او ښه کارونه يې کړي دي داسې جنتونو ته به ننه اېستل شي چې تر ماڼيو او ونو لاندې به يې نهرونه بهيږي، د خپل پالونکي په اجازه او ځواک به تل په هغو کې اوسېدونکي وي، ځينې به پر ځينو سلام کوي، پرېښتې به پرې سلام کوي او پالونکی به يې په سلام هرکلی ورته کوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ ابراهیم • آیت 22 راتلونکې ابراهیم • آیت 24