او كله چې د خبرې فیصله وشي، شیطان به ووايي: بېشكه الله له تاسو سره وعده كړې وه حقه وعده او ما له تاسو سره وعده كړې وه، نو ما له تاسو سره خلاف وكړو، او زما لپاره پر تاسو باندې هېڅ غلبه نه وه غیر له دې نه چې ما تاسو راوبللئ، نو تاسو زما بلنه قبوله كړه (اوس) نو تاسو ما مه ملامتوئ او (بلكې) خپل ځانونه ملامته كړئ، نه زه ستاسو فریادرس یم او نه تاسو زما فریاد رسان یئ، بېشكه زه كافر (او بېزاره) شوى یم په هغه څه چې تاسو زه (له الله سره) شریك كړى وم له دې نه مخكې۔، بېشكه دا ظالمان چې دي د هغوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى ابراهیم ۱۴:۲۲ ⧉
تفسیر:
کله چې جنتيان جنت ته ننوځي او دوزخيان دوزخ ته، ابليس به ووايي: بېشکه الله په حق ستاسو سره ژمنه وکړه، خپله ژمنه يې پوره کړه، ما په باطل ژمنه درسره وکړه، خپله ژمنه مې پوره نکړه، مالره کوم ځواک نه و چې په دنيا کې مو تاسو پر کفر او لارورکۍ اړ کړي وای، خو تاسو مې کفر ته راوبللئ، ګناهونه مې درته ښايسته کړل؛ نو تاسو په بيړه زما پيروي وکړه، تاسو ته په حاصله شوې لارورکۍ ما مه ملامتوئ، خپل ځانونه مو ملامت کړئ، هغه زيات د ملامتيا وړ دي، له تاسو د سزا په لرې کولو کې زه ستاسو مرستندوی نه يم او نه تاسو له ما څخه د هغه په لرې کولو کې زما مرستندويان ياست، بېشکه ما نټه کړې ستاسو لخوا له الله سره په عبادت کې زما په شريک ګرځولو، بېشکه په دنيا کې له الله سره پر شرک ظالمان او پر هغه کفر، هغوی لره دردوونکې سزا ده چې د قيامت په ورځ يې انتظار کوي.